کله چې تاسو "د بېرته ستنېدو پرېکړه" یا "د خاورې پرېښودو امر" ترلاسه کړئ، باید بلجیم پرېږدئ او تمه کېږي چې د خپل بېرته ستنېدو په بهیر کې همکاري وکړئ. که تاسو پرېکړه وکړئ چې خپل اصلي وطن ته بېرته ستانه شئ، نو په پیل کې به د خپل سفر لګښت پخپله ورکوئ. که دا ممکن نه وي، موږ کولای شو وګورو چې آیا په دې برخه کې ستاسو سره مرسته کولای شو که نه.